امنیت

څوارلس کیلوګرامه چرسه په خوست کې ترلاسه شول

کابل / د چنګاښ ۳۰ مه / باختر
د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې ١٤ کیلوګرامه چرس ترلاسه شوي شول او په تړاو یې یو تن هم نیول شوی دی.
د ځاځي میدان ولسوال عبدالحي ځاځي د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې دغه نشه يي توکي په سپین څلي سیمه کې ترلاسه شول او په تړاو یې یو تن هم نیول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د خوست والي محمد صدیق پتمن ټولو امنیتي او کشفي ارګانونو او ولسوالانو ته لارښوونه کړې ده چې د نشه يي توکو پر ضد مبارزه ګړندۍ کړي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته