څوارلس کيلوګرامه اپين کشف شول

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٢
په نيمروز ولايت کې نن د پوليسو د اوپراتيفي عملياتو له امله ١٤ کيلوګرامه اپين ترلاسه شول.
د نيمروز ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير پرويز د باختر آژانس خبريال ته وويل: د نيمروز ولايت د زرنج ښار په جنوب کې د معصوم آباد په کلي کې د پوليسو د اوپراتيفي عملياتو له امله په يوه سراچه ډوله موټر ١٤ کيلوګرامه اپين کشف او ترلاسه شول .
خبرځاى وويل چې موټر چلوونکى نيول شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته