امنیت

څوارلس وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول

کابل/باختر/ د چنګاښ لومړۍ
څوارلس وسله وال طالبان پرون په غزني کې ووژل شول.
د غزني د والي وياند محمدعارف نوري باختر آژانس ته وويل: وسله وال طالبان  د دغه ولايت د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتوکې د کومانډويانو په عملياتوکې ووژل شول.
نوري زياته کړه: په خواجه عمري او ده يک ولسواليوکې هم په عملياتو او جګړو کې وسله والو طالبانو ته د سر زيان اوښتى دى، خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته