امنیت

څوارلس ماینونه په سروبي ولسوالۍ کې کشف او شنډ شول

کابل / د چنګاښ ۲۸ مه / باختر
افغان ځواکونو د کابل د سروبي ولسوالۍ په جګدلک سيمه کې ۱۴ ماینونه کشف او شنډ کړل.
له ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې افغان ځواکونو د سروبي ولسوالۍ په جګدلک سیمه کې عملیات ترسره کړل چې په پايله کې يې ۱۴ ماینونه کشف او شنډ کړی شول.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته