څوارلس طالبان په قندهار کې ووژل شول
کابل / د غویي ۲۹مه / باختر
څوارلس وسله وال طالبان نن د قندهار په ژيړي ولسوالۍ کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال فواد امان د باختر آژانس خبريال ته وويل: امنيتي او دفاعي ځواکونو د قندهار د ژيړي ولسوالۍ په څو کليو کې عمليات ترسره کړل چې په پايله کې ١۴ وسله وال طالبان ووژل شول او ۴ نور یې ټپيان شول.
هغه زیاته کړه: په دغو عملياتو کې د تروريستانو ۴ پټنځي هم له منځه يووړل شول.
پاى \ اشرفي \ ذ