څوارلس طالبان په بلخ کې ووژل شول

کابل / د چنګاښ ۳مه / باختر
د دوو کلیدي غړیو په ګډون ۱۴ وسله وال طالبان پرون غرمه په بلخ کې ووژل شول.
د۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ په پلاس پوش ساحه کې ووژل شول.
په وژل شویو کې د طالبانو دوه کلیدي غړي هم شامل دي.
رضایي زیاته کړه چې په دغه برید کې یو ټویټا ډوله موټر او جنګي وسایل هم له منځه یوړل شول.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته