امنیت

څوارلس شکمن په هلمند کې د جنايي جرمونو په تور ونيول شول

-کابل/ دزمري٤مه /باختر:
د هلمند پوليسو  ١٤ شکمن کسان د جنايي جرمونو په تور ونيول.
  د هلمند د پوليسو قوماندانۍ  مطبوعاتي دفتر مسوول باختراژانس ته وويل دغه کسان په تېرو ٢٤ ساعتو کې د لښکرګاه ښاراو د دغه ولايت له يوشمېر ولسواليو څخه  ونيول شول .
خبرځاى وويل چې دغه کسان  د غلا، وژنې،  سړي تښتونې اود نشه يي توکو د قاچاقو په تورن دي .
  ختم_ شکريه _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته