قلات/ باختر د زمري دمياشتې ١٤ :
په زابل ولايت کې د يولړ هوايي بريدونو له امله څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه کله چې د يولړ ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو، بريد وشو .
د زابل ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر غلام جيلاني فراهي باختر آژانس ته وويل چې په دغو هوايي بريدونوکې ١٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل: دغه بريدونه د افغانستان د هوايي ځواکونو له خوا ترسره شوي دي .
ويل کيږي، په دغو هوايي بريدونوکې د وسله والو طالبانو يو پټنځى په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ