کابل باختر د ثور شپاړلسمه :
څوارلس تنه ډار اچوونکي دملي امنيت دځواکونو له خوا په خوست ولايت کې ونيول شول .
دخوست ولايت دملي امنيت درياست يوخبرځاى دباختراژانس خبريال ته وويل دغه کسان ديوې اوونۍ په بهير کې دملي امنيت دځواکونو له خوا دخوست ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليو کې نيول شوي دي .
نيول شويو کسانو په لومړنيو تحقيقاتو کې په خپل جرم ا عتراف کړي دي اوپيښه تر څيړنې لاندې ده .
خبرځاى زياته کړه له نيول شويو کسانو څخه په چاوديدونکو توکوبار څلور موټرونه ، يومازدا موټر ، درې موټرسايکلونه او سل تي تي اوميکاروف تومانچې او څومخابرې هم ترلاسه شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ