کابل باختر د زمري شپږمه : دملي اردو دځواکونو عمليات دهېواد په ځينو ولايتونو کې په برياليتوب سره دوام لري . دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ . دفاعي او امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتو کې نهه پلان شوي يرغليز او چاڼيز عمليات ، ١٠١ کوماندويي خاصې دندې دخلکو دسراو مال دساتنې او د ډار اچوونکو دځپلو په موخه دهېواد په بېلابېلو سيمو ترسره کړې دي . دغه عمليات دننګرهار ، غزني ، پکتيا ، پکتيکا ، روزګان ، غور ، فارياب ، او دکندز دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شوي دي دخوست ولايت په صبريو ولسوالۍ کې دوه تنه ماين ښخوونکي نيول شوي دي ، دپکتيا ولايت دسيدکرم ولسوالۍ کې اته تنه ډار اچوونکي وژل شوي او پنځوس تنه مشکوک کسان نيول شوي دي او دغه کسان دڅيړنې لپاره اړوندو مراجعو ته سپارل شوي دي . دلوګر ولايت په محمد اغې ولسوالۍ کې دوه تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي او ددښمن يوموټرسايکل له منځه تللى دى او دتخار ولايت ددشت قلعه په ولسوالۍ کې څلور تنه ډار اچوونکي وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي . دغه راز افغان هوايي ځواکونو ١٢٩ الوتنې او اوولس هدفمند ګوزارونه ددښمن په سنګرونو ترسره کړي دي . ختم_ سعيده _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل