کابل باختر دوري نهمه
دامنيتي ځواکونو د هغو عملياتو په بهير کې چې په ځينو ولايونوکې ترسره شول څوارلس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او نهه تنه نور يې ونيول شول .
دکورنيو چارووزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ دافغان او نړيوالو ځواکونو دهغو ګډو عملياتو له امله چې دلغمان ، بدخشان ، کندهار ، ميدان وردګو ، لوګر ، خوست ، پکتيا ، پکتيکا ، ارزګان ، کندز او دهلمند دولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول څوارلس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او نهه تنه يې ونيول شول .
دغه رازپه دغو عملياتو کې دولس ډول ډول ماينونه ، دوه توغندي ويشتونکي ، دوه ميله پيکا ، يوولس لاسي بمونه ، نور پوځي تجهيزات او ددښمن يو موټر په عملياتو کې دبرخه والو ځواکونو لاس ته ورغلي دي