امنیت

څوارلس تنه وسله وال مخالفين د سولې له بهير سره يوځاى شول

کابل باختر د تلي  دويمه :
د دووتنو قوماندانانو په ګډون څوارلس تنه وسله وال مخالفين نن په هلمند ولايت کې دسولې له بهيرسره يوځاى شول .
دهلمند د والي ويندوى عمر ځواک ددغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: دطالبانو دوه تنه قوماندانان ملا غفار او ملاعبدالنبي له دولسو تنوافرادو سره د لښکرګاه په مربوطاتوکې د سولې له بهير سره يوځاى شول .
ځواک وويل: دغه افراد وروسته د لښکرګاه ښار په مربوطاتوکې د دولتي ضد په فعاليتونوکې بوخت و چې دملي روغي جوړې دحقانيت په پوهيدو سره له دولت سره يوځاى شول .
د والي ويندوى زياته کړه: دغه افراد څلورميلې وسلې يې هم له ځان سره راوړې دي.
  په هغو مراسموکې چې د همدې امله جوړ شوي و؛ د هلمند والي محمد نعيم د هلمندله دولت سره ددغو افرادو د يوځاى کيدو په خاطر دهلمند ولايت د ملي امنيت د رياست دهلوځلو له امله قدرداني وکړه او له دغې ډلې څخه يې وغوښټل چې وروسته له دې د خپلو نورو ورونو ترڅنګ د امنيت په تامينولو او د بېلابېلو برخو د بيا رغاونې په کارکې فعاله ونډه واخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته