څوارلس تنه وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل- باختر د غبرګولي د مياشتې ١٣مه
يوولس تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول .
  دغه وسله وال طالبان تېره شپه په سنګين ولسوالۍ کې هغه وخت ووژل شول چې غوښتل يې د پوځيانو دسپرلۍ پر کاروان يرغل وکړي.
  د هېواد په جنوب کي د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې جګړه کې ١١ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې درې تنه وسله وال کسان  په هلمند ولايت کې د هوايي بريد په نتيجه کې وژل شوي دي .
پر دغو وسله والو طالبانو تېره شپه د لښکرګاه ښار ته څېرمه د دوى په پټنځي کې  بريد وشو .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته