امنیت

څوارلس تنه وسله وال طالبان په امام صاحب ولسوالۍ کې ووژل شول .

کابل باختر د سلواغې  لومړى :
په کندز ولايت کې دملي اردو دځواکونو په خاصو عملياتو کې څوارلس تنه وسله وال طالبان وځپل شول .
دملي دفاع وزارت دوياندمطبوعاتي دفتر نن باختراژانس ته خبر ورکړ. دغه عمليات دامام صاحب ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت ترسره شول چې وسله والوطالبانو دتحرک نيت درلود چې له امله يې ددغې تروريستي ډلې څوارلس تنه وسله وال ووژل شول او شپاړس تنه نور يې ټپيان شول او يوشمير نور يې هم ونيول شول .
  په دغو عملياتو کې يوه اندازه  وسله ،  ددرندو وسلو مهمات اوپوځي  تجهيزات  هم ترلاسه شوي دي .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته