امنیت

څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دکب څلورمه :
امنيتي ځواکونو په تيرو څليرويشتو ساعتوکې د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې  څوارلس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: امنيتي ځواکونو دکندز، سرپل، قندهار، زابل، پکتيکا، پکتيا، هرات او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې چاڼيز عملياتترسره کړل چې له امله يي څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ شپږ تنه يې ټپيان او دوه تنه نور يې ونيول شول .
دغه عمليات د وسله والومخالفينوله شتون څخه دسيمو دپاکولوپه مقصد ددغو ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول او په دغو عملياتوکې يوه اندازه سپک او درنده جنګي وسايل هم دپوليسو دځواکونو لاس ته راغلي دي .
دغه راز د ملي پوليسو ځواکونو د ننګرهار ، قندهار او دغزني  د ولايتونو په مربوطاتوکې څلور نوي ماينونه کشف او شنډ کړي دي.
دغه ماينونه نوى د وسله والوطالبانو له خوا د ورانکارو او تروريستي عملونو د ترسره کولو په مقصد ځاى پرځاى کړى شوي و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته