څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول
کابل باخترد ثور دمياشتې ١٤ :
څوارلس تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې په دوو جلاجلاپيښوکې ووژل شول.
په دغو پيښوکې چې تېره شپه دقندهار ولايت پنجوايي او ارغستان د ولسواليو په مربوطاتوکې رامنځته شوې؛ شپږتنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول. جګړې له هغه وروسته پيل شوې چې يوې ډلې وسله والوطالبانو د افغان سرتيرو په يوې امنيتي پوستې او دګزمې په کاروان بريدونه وکړل.
دقندهار ولايت يو امنيتي مقام باخترآژانس ته وويل چې په دغو نښتوکې څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږتنه نوريې ټپيان شول.
ويل کيږي چې په وژل شويوکسانوکې ددغې ډلې دوه تنه سميه ييز قوماندانان هم شامل دى.
دقندهاردغه امنيتي مقام وايي چې په دغو جګړوکې افغان ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .