کابل – باختر دکب دمياشتې ١١
د کورنيو چارو وزارت يوه خبرځاى باختر آژانس ته وويل څوارلس تنه وسله وال طالبان دهيواد په بيلا بيلو سيمو کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په بهير کې ووژل شول .
دغه فعاليتونه په تيرو ٢٤ ساعتو کې دغزني ،لوګر،ميدان وردګو ، کونړ او دارزګان دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول اته تنه ټپيان او پنځه تنه نور يې ونيول شول .
ددغو عملياتو په بهير کې يوه اندازه پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبرله مخې :
د وسايطو ضد اووه ماينونه چې نوي دوسله والو طالبانو له خوا د تروريستي
او ورانکارو فعاليتونو د ترسره کولو په مقصد د زابل او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتو کې ځاى پرځاى شوې وو دپوليسو دامنيتي دندو په بهير کې کشف او شنډ کړى شول .
0 1 دقیقه لوستل