امنیت

څوارلس تنه ماين جوړونکي د خپل ماينونوقرباني شول

کابل_باختر د سلواعې دمياشتې ٢ مه
د وسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوند څوارلس تنه ماين جوړونکي په هلمندکې د خپلوماينونو د چاودنې له امله ووژل شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ:
څوارلس تنه ماين جوړونکي هغه وخت ووژل شول چې د هلمند ولايت د نوزاد ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ماين جوړولو په يوه دستګاه کې په ماين جوړولو بوخت وو چې د دوى له خوا جوړ شوي ماينونه په دوى وچاوديدل او دوى يې ووژل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته