څوارلس تنه د جنايي پيښو په تور ونيول شول
کابل/ باختر/ د تلې د مياشتې ۳مه : په ننګرهار ولايت کې ١٤ تنه په جنايي جرمونوکې د لاس لرلو په تور ونيول شول . دغه کسان د تيرو ٢٤ ساعتو په بهيرکې د ننګرهار ولايت له ګوټ ګوټ څخه د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ونيول شول . د ننګرهار ولايت يو امنيتي خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې دوى د وروستيو ٢٤ ساعتو په بهيرکې ١٤ تنه د جنايي جرمونو په تور نيولي دي . ده وويل: په نيول شويوکسانو د غلا، شوکمارۍ، وژنې او د نشه يي توکو د قاچاقو تور لګول شوى دى . ختم- ج _ اکرم