دطب ډاکتران وايي چې ورزش دافرادو په جسمي او رواني سلامتيا اوپياوړتيا کې زياته مرسته کوي دوى ادعا کوي هغه کسان چې په سمه توګه ورزش کوي اويا خوځنده کارونه لري روغ رمټ وي او عمريې له هغو کسانو څخه اوږد دى چې له خوځښت څخه پرته کارونه لري .
هغه ورزشونه چې زياتره دانسان په بدن کې دخوځښت سبب کيږي په بدن کې دوينې اکسيجن زياتوي دبدن نرمښت ، ځغاسته ، لامبووهل ، بايسکل ځغلول ، رسي کشول اوپه پښوتګ دى .
دداخله ناروغيو پروفيسرډاکتر عبدالله سادات وايي چې منظم ورزشي حرکتونه کولاي شي دشکرى، دوينې دغوړ ، چاغوالي اودانسان دوينې دلوړفشار ناروغي وقايه کړي.
پروفيسر سادات سپارښتنه وکړه که چيرې په پرمختللي عمر په سپورت او ځغاستې پيل شي بايد لومړي سړى ډاکتر ته لاړشي اودډاکتر له لارښوونې سره سم په ورزش لاس پورې کړي .
ده وويل چې بايد په څلرويشتو ساعتونو کې يوسړى څه ناڅه پنځه ديرش دقيقې ځغاسته وکړي ځکه دځعاستې سره دزړه ټکانونه زياتيري اووينه دبدن ټولو برخو ته رسيږي اوهم هغه رسوبات چې له غوړيو څخه په شريان کې ترسره کيږي بيا منځل کيږي اودشريانونو دسختوالي چې دوينې دفشار دلوړيدو سبب کيږي مخه نيسي .
په همدې حال کې مرضيې چې دکابل ښار په يوه ښوونځي کې ديوې ښوونکي په توګه دنده ترسره کوي دډاکتر سادات په خبرو دتائيد مهرولګاوه او ويې ويل چې پخوايې دبدن وزن زيات و اوهم دوينې دلوړ فشار له امله ځوريده .
دې په دى اړوند دباخترا ژانس خبريال ته وويل، په پښو تګ او زينو ته په جګيدو کې مې زياته ستړتيا احساسوله خو په ځغاستې ، پلي تګ اوپه منظمو سپورتي حرکتونو سره مې وکولاي شول هم دخپل بدن وزن کم کړم او هم له پخوا څخه زيات ځان روغتيا لرونکي احساس کړم.
دغه راز يوه ځوانه نجلۍ چې ځان فريده بولى اودکابل پوهنتون دادبياتو دپوهنځي محصله ده په دې اړوند وايي يوه موده کيده چې دپښو اوملا په درد اخته وم کله چې مې لاره کوله په زنګانه کې مې درد احساساوه .
دخپل يو تن دوست په مشوره مې په پښو تګ او درسى کشولو حرکتونه پيل کړل او دکار ددې سبب شو چې دپښو درد مې کرارکرار لري شي او بشپړه روغتيا ترلاسه کړم اوپه دې پوه شوم چې ورزش اومناسب ورزشي حرکتونه کيداي شي دبندونو د دردونو دله منځه تللو سبب شي خو پروفيسر سادات وايي چې سالم کسان دى په منظم ډول سپورت وکړي او هغه کسان چې دزړه په ناروغيو دشکرى ، اوسالنډي په ناروغيتو اخته دي بايد دډاکترله لارښوونوسره سم په ورزش لاس پورې کړي.
ده وويل چې په بدن کې دوينې پاکوالي او هم دورزشي حرکاتو له امله دزړه دټکانونو حرکاتو لوړوالى دبدن دوزن اودوينې دغوړ او دوينې دفشار له کمښت سره مرسته کوي .