ټولنه

څه ناڅه شپږ زره پنځه سوه تنه مهاجرين هيوادته راستانه شول.

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٧
څه ناڅه شپږ زره پنځه سوه تنه افغان مهاجرين په تيرو دوو ورځو کې له پاکستان څخه هيوادته راستانه شوي دي .
دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت وياند اسلام الدين جرات نن دباختر آژانس خبريال ته وويل چې شپږ زره پنځه سوه اووه څلويښت تنه مهاجرين دتورخم بندر له لارې په خپله خوښه دننګرهار ولايت ته راستانه شوي دي.
ده وويل چې له دغو راستنو شويو کسانو څخه ٣٨٩٩ تنو يې دمهاجرت سندونه لرل چې دمهاجرينو په چارو کې په ملګرو ملتو دسازمان دعالي کميشنرۍ له لارې نغدي مرستې ترلاسه کړې دي او نور راستانه شوي کسان دمرستې دترلاسه کولو لپاره په جلال آباد ښارکې دملګرو ملتو دسازمان دمهاجرت د ادارې نمايندګۍ ته معرفي شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته