جلال آباد باختر دزمري دمياشتې ٢٥نيټه :
د ننګرهارپه بټي کوټ ولسوالۍ کې عمليات پرون پاى ته ورسيدل او ويل کيږي چې عملياتو په بهيرکې څه ناڅه دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.
د ننګرهارد والي وياند عطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل ؛ د امنيتي اودفاعي ځواکونوپه دغو عملياتو کې چې درې مياشتې مخکې يې د دغه ولايت په بټي کوت ولسوالۍ کې پيل کړي و له امله يې څه ناڅه دوه سوه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .
ده زياته کړه په دغوعملياتو کې دغه راز د ننګرهارولايت د کانال دوه زره پنځه سوه هکتاره ځمکه هم د وسله والومخالفانو له منګولوڅخه ًبيرته ترلاسه شوه .
خوږياڼي وويل ددغو عمليات په پاى ته رسيدوسره دملي امنيت ، ملي پوليسو او دملي اردو امنيتي پوستې د دې ولسوالۍ په بيلابيلو سيمو کې جوړي شوي دي.
دننګرهارد والي وياند وويل چې دبټي کوټ ولسوالۍ په پاکيدو سره دکابل – تورخم لويه لاره هم امن شوه له دې مخکې په دې لاره د موټرو سپرلۍ د وسله والو طالبانو له خوا ځورول کيدې.
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل