کابل باختر دزمري نولسمه :
دوه زره اته سوه ٧٤ مهاجرين له پرون راپديخوا له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي .
د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت وياند اسلام الدين جرئت نن دباخترآژانس خبريال ته وويل: ٢٨٧٤ تنه مهاجرين په داوطلبانه ډول د تورخم بندرله لارې دننګرهار ولايت ته راستانه شوي دي .
جرئت وويل: دمهاجرينو له جملې څخه د ٦٦٦ تنو يې دمهاجرت سندونه لرل چې دمهاجرينو په چاروکې دملګروملتو دسازمان دعالي کميشنرۍ له خوا له دوى سره مرسته شوې ده او ٢٦٣٠ نورو مهاجرينو سندونه نه لرل او هغوى په ننګرهارکې د مهاجرينو د نړيوال سازمان ادارې ته د مرستو د ترلاسه کولو لپاره معرفي شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ