امنیت

څه ناڅه اويا تنه وسله وال تروريستان د افغانستان په ختيځ کې ووژل شول

کابل باختر دوږي  شپږمه :
کابو ٧٠ تنه ډار اچوونکي د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې د نويو نښتو په بهيرکې ووژل شول.
په دغو جګړوکې چې د وسله والو طالبانو په سنګرونو د پوځيانو له هوايي او ځمکنيو بريدونو وروسته ونښتې؛ په لسګونو تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شوي دي .
د را رسيدلوخبرونو له مخې: په تيروڅلور ويشتو ساعتوکې د افغانستان هوايي پوځ او د ملي پوليسو او اردو ځواکونو په حصارک ولسوالۍ کې د طالبانو په سنګرونو هوايي او ځمکني بريدونه کړي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله  خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونوکې د وسله والو طالبانو د ډلې د نهو تنو  قوماندانانو په ګډون ٧٠ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او په لسګونو تنه نوريې  ټپيان شوي دي.
ده وويل چې په دغو بريدونوکې د وسله والو طالبانو په لسګونو پټنځي د دوى د جنګي وسايلو له ډيپو ګانو سره دړې وړې شوي دي.
ويل کيږي چې په دغو بريدونوکې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
  ديوبل خبر له مخې: شپاړلس تنه وسله وال طالبان د ننګرهار ولايت په مربوطاتو کې په مخامخو نښتوکې وژل شوي دي.
په دغوطالبانو تېره شپه او نن سهار په بېلابېلوپيښوکې بريدونه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته