سیاست

څه موده مخکې کابل ښار د کنفرانس ډ ګر و

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٥ :
کابل ښار څه موده مخکې د هېواد د لومړۍ ميرمنې او د افغانستان د بهرنيو چارو او د ښځو د چارو د وزارتونو په مشرۍ د افغانستان په ټولنه کې د ښځو د ځواکمن کولو او رول تر عنوان لاندې د کنفرانس د جوړيدو ډګر و.
د باخترآژانس دخبرله مخې:
دغه کنفرانس چې د هېواد له  ٣٤ ولايتونو څخه د افغان ښځو په نوښت  جوړ شوى و، د دوو مهمو کنفرانسونو د ناتو او وارسا  لپاره چې د  ٢٠١٦ ميلادي کال د جولاى په مياشت کې او د بهرنيو چارو د وزيرانو په کچه د  ٢٠١٦ ميلادي کال د اکتوبر په مياشت کې په  بروکسل کې  جوړيږي؛ د افغانستان د اسلامي جمهوريت د دولت د ژمنې په باب ښه پيغامونه له ځان سره لرل.
په اسلام کې د ښځو د مقام، عدلي او قضايي برخه، سياست، مطبوعاتو، اقتصاد ، روغتيا، ښوونې او ر وزنې، سولې، امنيت او فرهنګ په برخوکې يې  مشخصې سپارښتنې وړاندې کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته