پلخمری / دمرغومي ۲/ باختر
د بغلان د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست نن د پلخمري ښار د پورته احمدزي په کلي کې په۲۸۱ اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل .
د بغلان د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د خبري برخې مسوول محمد نصیر د باختر آژانس خبریال ته وویل :چې په هرې کورنۍ د۴۰۰۰زرو افغانیو په ارزښت خوراکي توکي چې اوړه ،غوړي ،نخود او صابون پکې شامل دي د ملي دسترخوان د پروګرام له لارې ووېشل شول .
د مرستې بهیرد ملي دسترخوان د پرګرام له لارې د کرونا ویروس له قرنطین څخه زیانمنونکو په خاطر دوام لري .
پای – شکریه
2 د یوې دقیقې څخه لږ