ټولنه

څه د پاسه سل کورنۍ په باميانو کې ديوه غره داحتمالي ښوئيدو له امله له خپلوسيمو څخه تښتيدلې دي

کابل باختردثوردمياشتې ١٩ :
څه دپاسه سل کورنۍ په باميانو کې  د يوه غره داحتمالي ښوئيدو له امله پرون له
دخپلو کورونو  پريښودو ته اړې  شوې دي .
دغو کورنيو  کله چې يې  وليدل د باميانو ښار په  فولادي دره کې ددوي په کورونو دغره د ښوئيدو  نښې نښانې شته ، دښتو او څمڅو ته وتښيدل .
ديوې کورنۍ  غړى غلام حسين دباخترآژانس خبريال ته وويل :  موږ  وليدل چې دغره  يوې برخې  په ښوئيدو پيل کړى دى او له ويرې مو خپل کورونه پريښودل او دغوڅمڅو ته راغلو.
د فولادي درې د پاسه يو غر موقعيت لري چې ددغه غره د لمنې اوسيدونکې 
چې خپل  کورونه يې   خوشي  کړي  دي  وايي  چې دغه غر به  ډير ژر وښوئيږي .
دغه کورنۍ  چې دخپلو کورونو  پريښودو ته اړې شوې  له دولت څخه غواړي  چې
له  دوي سره د سرپناه  ، جامو ، خوراکي توکو  او د درملو مرسته وکړي .
په افغانستان کې دبدخشان  له پيښې وروسته د غره د ښوئيدو ويره زياته شوې ده .
دبدخشان ولايت د ارګو ولسوالۍ په آب باريک سيمه کې ديوې غونډۍ  دښوئيدو
په پيښه کې  دسيمې په سلګونو تنه اوسيدونکي تر خارو لاندې شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته