کابل باختر د کب دمياشتې ٧ :
د کرنې او اوبو لګولو وزارت د ١٣٩٦ کال لپاره څه دپاسه ٢ مليونه ١٠٠ زره اصلاح شوي ميوه لرونکي نيالګي بڼ والو ته چمتو کړي دي.
د باختر آژانس دخبرله مخې :
د کرنې او اوبولګولو وزارت د بزګرانو د ملاتړ، د باکيفيته ميوو د توليد، د بڼ والۍ د پراختيا او د هېواد د سمسورتيا په مقصد د قوريې لرونکو د ټولنو او د همکارو پروژو په همکارۍ د ١٣٩٦ کال لپاره ٢ مليونه ١٦٠ زره اصلاح شوي ميوه لرونکي نيالګي چمتو کړي دي چې د بڼونو د جوړولو لپاره مينه والو ته يې وړاندې کوي.
په دغو نيالګيوکې د مڼو ، زردالو ، بادامو، آلو، شفتالو، ناک، بهي، انګور او نور ميوه لرونکي نيالګي شته او مينه وال کولاى شي چې د قوريه لرونکو له ټولنې او د ولايتونو د کرنې او مالدارۍ له رياستونو څخه يې د هغه ميکانيزم له مخې چې پخوا د کرنې او اوبولګولو وزارت له خوا چمتو شوى دى؛ اصلاح شوي نيالګي په مناسبه بيه ترلاسه کړي.
د کرنې او اوبو لګولو وزارت ماهران د مثبتو نتيجو، ښه حاصل ورکولو او د مضمنو زيانونو د مخنيوي د نتيجو په ترلاسه کولو سره د بڼونو د جوړولو مينه والو ته دغه ټکي توصيه کوي:
• د هر نيالګي لپاره يو متر سور او څلويښت سانتي متره ژورتيا په پام کې ونيول شي.
• د دوو نيالګيو ترمنځ واټن له څلورو څخه تر پنځو مترو پورې په پام کې ونيول شي.
• د هغې سيمې له خارې سره چې نيالګي پکې ايښودل کيږي؛ نيم ګيلاس توره سره ګډه شي.
• نيالګى بايد له هغو قوريوڅخه چې د کرنې په وزارت کې ثبت او راجستر وي؛ وپيرودل شي.
0 1 دقیقه لوستل