امنیت

څه د پاسه درې سوه کيلوګرامه اپين کشف شول

سرپل باختر دغبرګولي دمياشتې  ٣٠ :
درې سوه درې څلويښت کيلوګرامه اپين تېره شپه د سرپل ولايت د امنيې قوماندانۍ د پوليسو له خوا کشف او ضبط شول.
د سرپل ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الله دستيار دباخترآژانس خبريال ته وويل چې امنيتي ځواکونو د سرپل ښار  د دويم لمبر لويې لارې د بغاوي په کلې کي د کمين په ترڅ کې ٣٤٣ کيلو ګرامه اپين چې قاچاق وړونکو هغه  د کوهستاناتو ولسوالۍ ته ليږدول، کشف اوضبط کړل .
دستيار زياته کړه چې قاچاق وړونکي له سيمې څخه تښتيدلي او دهغو د نيولو لپاره د امنيتي ځواکونو هلې ځلې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته