امنیت

څه د پاسه اتيا طالبان په بلخ کې ووژل شول

کابل / د زمري ١٩مه / باختر:
څه د پاسه ٨٠ وسله وال طالبان د بلخ په دهدادي او نهرشاهي ولسواليو کې ووژل شول.
د٢٠٩شاهين قول اردو وياند باختر آژانس ته وويل؛ دغه وسله وال طالبان د بلخ دهدادي او نهرشاهي ولسواليو په مربوطاتو کې له امنيتي اودفاعي او په ځانګړي توګه کوماندو ځواکونو او هوايي بريدونو کې ووژل شول.
خبرځاى زياته کړه: د وسله والو طالبانو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
په دغو جګړو کې د وسله والو طالبانو يوه قرارګاه او يو زيات شمېر جنګي تجهيزات او چاوديدونکي توکي له منځه يوړل شول.
دا په داسې حال کې ده چې د مزارشريف په ښار د وسله والو طالبانو بريدونه تېره شپه
له ماتې سره مخ شول.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته