څه دپاسه څلورتڼه نشه يي توکي په بدخشان ولايت کې وسوځول شول
کابل باخترد ثور دمياشتې ١٨ :
دهيرو ئينو ، اپينو ، چرسو او د کيمياوي توکو په ګډون څه دپاسه څلورټنه نشه يي توکي نن په بدخشان ولايت کې د نشه يي توکوپرخلاف د مبارزې د چارو د معين او دبدخشان د والي په وړاندې وسوځول شول.
دغه توکي د تير کال په بهيرکې دبدخشان ولايت د نشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دپوليسو له خوا ددغه ولايت په بيلا بيلو سيموکې ترلاسه شوي و.
دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې په چاروکې دکورنيو چارو وزارت معين جنرال باز محمد احمدي باختر آژانس ته وويل: په دغو عملياتوکې د هيروئينو د توليد او انډي کولو شپيته کارخانې ويجاړې او يو شپيته تنه د نشه يي توکو په قاچاقوکې د لاس لرلو په تور ونيول شول اوعدلي او قضايي مراجعو ته ور وپيژندل شول.
دبدخشان والي ډاکتر شاه ولي الله اديب د خبرو په ترڅ کې وويل چې لا تر اوسه پورې هم د بدخشان ولايت په يوولسو ولسواليوکې کوکنارکرل کيږي او موږ هوډمن يو چې په بدخشان کې دغه کرغيړنه پديده صفرکړو، ځکه د نشه يي تو کو کرکيله قاچاق او ترافيک په دغه ولايت کې د نا امنيو سبب شوي دي.
دغه راز د نشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دچارو وزارت استازى نجيب الله احمدي وويل چې نشه يي توکي زيات په ارګو او درايم ولسواليوکې کرل کيږي چې همدا اوس په نږدې پنځه زره جريبه ځمکه کې کوکنارکرل شوي دي.
په همدې حال کې د بدخشان ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مديرسمونوال حبيب الله فروغي د باخترآ ژانس خبريال ته وويل: د١٣٩٢ کال له پيل څخه تر او سه پورې ددغې ادارې منسوبينو دوه اعشاريه اوه سوه کيلو ګرامه هيروئين ، څلوراعشاريه پنځه سوه کيلو ګرامه اپين، د اپينو شپږ سوه شل ليتره محلول ، د اپينو اوه سوه پنځه کيلو ګرامه ګلان او څه دپاسه يو زرو درې سوه کيلو ګرامه کيمياوي توکي چې دهيروئينو په جوړولوکې کارول کيږي، ترلاسه کړي دي