څه دپاسه ٣٠٠ سرتېري د ٢٠٩ شاهین قول اردو له تعليمي مرکز څخه فارغ شول
کابل / د غبرګولي١۴مه / باختر
د ملي اردو څه دپاسه ٣٠٠ سرتېري د مسلکي او پوځي تعليماتو له زده کړې وروسته پرون د ٢٠٩ شاهين قول اردو له تعليمي مرکز څخه فارغ شول.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغو سرتېرو د فراغت په مراسمو کې چې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د مسوولينو او منسوبينو، سيمه یيزو مسوولينو او قومي مشرانو په شتون ترسره شول؛ سرتېرو ژمنه وکړه چې تر وروستۍ سلګۍ پورې د هېواد او خلکو ساتنه او دفاع کوي او د «خدای، وطن، دنده» تر شعار لاندې به د تروريستانو پر وړاندې مبارزه وکړي.
ختم-ج-ا