فرهنګ

څه دپاسه ١٦٠٠ ټوکه کتابونه عامه کتابتون ته ورکړل شول

کابل/ د ليندۍ ١٢مه/ باختر
ليکوالې او شاعرې نفيسې خوش نصيب غضنفر نن له خپل ٢١ آثارو څخه ١٦٥٥ ټوکه کتابونه عامه کتابتون ته ورکړل.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتون رييس حميدالله شهراني وويل: دغه کتابونه د نفيسې خوش نصيب غضنفر آثار دي چې  ٢١ يې ادبي او فرهنګي، ١٧ يې د ماشوم ادبيات او څلور عنوانه نور يې شعر او ادبيات دي.
د عامه کتابتون د رييس د څرګندونو له مخې: د دغو کتابونو د ورکولو موخه د عامه  کتابتون بډاينه ده.
له دې مخکې هم نفيسې خوش نصيب غضنفر عامه کتابتون ته څو ټوکه کتابونه ورکړي وو.
پاى سعيده ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته