څه دپاسه نولسو زرو کورنيو دملي پيوستون دپروګرام له اسانتياو څخه ګټه واخسته .
کابل باختر د وږي پنځمه :
په غور ولايت کې نولس زره اته سوه کورنيو پرون دملي پيوستون دپروګرام دټولګټو پروژو له اسانتياو څخه ګته واخسته .
دکليو دبياجوړولواوپراختيا وزارت داطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختراژانس ته خبرورکړ .
ديوسلو نهه اتيا مليونو څلور سوه اتلسو زرو افغانيو په لګښت د يوسلو اووه اويا ټولګټو پروژو کار دغور ولايت دشهرک ، ساغر ، ټولک ، دولتيار ، چارسدې او ددوه لينه په ولسواليو کې بشپړ او دخلکو داستفادې وړ وګرځيدې .
په دغو پروژو کې داوبو لګولو دکانالونو ، دڅښاک دروغتيايي اوبو دزيرمو ، داوبو دبندونو، دمحافظوي ، استنادي او دګبيوني ډيوالونو ، پلګوټو ، داوبو بريښنا دکوچنيو بندونو دشبکو ، د ټولنزو مرکزونو او د اوبو لګولو دچينو جوړول شامل دي .
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت دملي پيوستون پروګرام په غو رولايت کې دفعاليت له پيل څخه تراوسه پورې ٣١١٧ ټولګټې پروژې چې دترانسپورت ، اوبو لګولو ، بريښنا او دکليوالي ژوندانه دپروګرامونو پراختيا پکې شامله ده بشپړې او دخلکو استفادې ته يې وړاندې کړي دي .