نړۍ

څه دپاسه نهه مليونه تنه ايرانيان سواد نه لرى.

تهران   وى  او  اى – باختر دمرغومې دمياشتې ٧
د ايران دليک لوست د زده کړې د غورځنګ د سازمان رييس  علي  باقر زاده
وايي چې په سلو کې نږدې  پنځلس تنه ايرانيان په ليک لوست نه  پوهيږي.
باقر زاده  ويلي دي چې په وروستۍ سرشميرنه کې چې له شپږ کلنۍ څخه  پورته داووه  شپيتو مليونو  وګړو څخه وشوه ، څه دپاسه نهو ميليونو تنو اعلام وکړ چې په ليک لوست نه پوهيږي .
باقرزاده  دمهر خبرى آژانس ته وويل  :  دشميرنو دمرکز داعلام له مخې  بيسواده هغه څوک دى چې دلوستلو ، ليکلو او دشميرنو وس ونه لرې  .
ده دغه راز ويلي دې چې په سرشميرنه کې به خپله دڅرګندونې چلند دافراد و دبيسوادۍ داعلام لپاره د ډاډ ود شاخص  نه دى .
دايران دليک لوست دزده کړې دغورځنګ سازمان درييس دڅرګندونو له مخې: زياتره بيسواد کسان کليوالې ښځې دي  .
دغه سازمان څلور ديرش کاله مخکې د آيت الله خميني په لارښوونه جوړ شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته