ټولنه

څه دپاسه شلو تنو ميرمنو په تخارکې د خياطۍ په برخه کې زده کړې وکړې

کابل باختردزمري دمياشت١٣نيټه :
پنځه ويشت تنو معلولو ښځو او دشهيدانو وارثانو دخياطۍ له شپږمياشتني کورس څخه چې د تخار ولايت د معلولينو او شهيدانو د وارثانو د ټولنيز بنسټ له خوا پيل شوی و،  نن  فارغې شوې.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله  مخې: د تخار والي  ډاکترفضل الله مجددي  ددغو ميرمنو دفراغت په مراسمو کې د کارموندنې، په خپلو پښو د دريدو او د کورني اقتصاد په لوړولو کې د دغو ميرمنو فراغت يو اغيزمن ګام وباله .
ده وويل چې د معلولينو او شهيدانو د وارثانو حقوق د قانون د احکامو له مخې خوندي دي او اړوندې ادارې د قانون په تطبيقولو مکلفې دي  .
ده له هغو کسانو څخه چې د دغه کورس دتمويلولو په خاطر يې همکاري کړې ده، هم مننه وکړه .
دغونډې په پاى کې د معلولينو او شهيدانو د وارثانو د ټولنيز بنسټ له خوا د کورس    په فارغانو د خياطۍ يو ماشين، يو اتو او تصديق ليکونه وويشل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته