امنیت

څه دپاسه زر کیلو ګرامه نشه ‌يي توکي وسوځول شول

کابل باخترد لړم دمياشتې ٥نيټه : 
په نیمروز ولایت کې څه دپاسه زر کیلو ګرامه نشه يي توکي وسوځول شول.
د نیمروز والي سید ولي سلطاني د دغو موادو د سوځولو پر مهال وویل، د تېر یوه کال په بهير کې په مرکز او ولسواليوکې ډول ډول نشه يي توکي نيول شوي چې قاچاق وړونکوغوښتل د نیمروز ولایت له لارې ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کړي.
په‎ دغو موادو کې ۵۲۶ کیلو ګرامه هیرویین، ۵۴ کیلو ګرامه تریاک، ۳۰۰ کیلو ګرامه کرسټال ډوله، ۲۳۲ کیلو ګرامه چرس او له ۵۰۰ کیلو ګرامو څخه زيات جامد          او اوبلن کېمیاوي مواد هم نیول شوي وو
د يادونې وړ ده چې افغان ځواکونو په روان کال کې لسګونه قاچاق وړونکي هم           نیولي دي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته