څه دپاسه ديرش زره سي سي وينه په رضاکارانه ډول دوينې بانک ته ورکړي شوه

کابل باختردتلې دمياشتې ١٧ :
څه دپاسه ديرش زره سي سي  وينه په رضا کارانه ډول نن ديوشمير سناتورانو  اودمشرانو جرګي ددارالانشا  دکارکوونکوله  خوا دوينې بانک ته ورکړي شوه.
دمشرانو جرګي مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرو رکړ.
په پيل کې دمشرانو جرګي رييس فضل الهادي مسلميار دوينې دبانک له رييس اودافغانستان دخلاقو ځوانانو دمرکز له مسوولينوسره  چې دغه کمپاين يې پيل کړي دي وکتل.
په کتنه کې ددغه مرکز رييس داود افغان  دوينې دراټولولو دکمپاين دعملي کولو په باب توضيحات وړاندې کړل او غوښتنه يې وکړه چې د مخابراتي شرکتونو او ډله ييزو اطلاعاتو دوسايلو په کريدت کارتونو کې  ددغه مرکز شعار دوينې په ورکولو سره  ژوند وژغوري ترعنوان لاندې  يوازي ديوې ورځې لپاره خپور شي .
دغه راز په کتنه کې دعامي روغتيا وزارت دوينې دبانک رييس ډاکتر احمدمسعود ر حماني هم  دخبرو په ترڅ کې په نړۍ کې دوينې دورکولو دفرهنګ په باب دمشرانو جرګي رييس ته توضيحات وړاندې کړل او ويې ويل  چې دڅه دپاسه سلوهيوادونو خلک  په رضاکارانه ډول خپله وينه ورکوي   چې دسيمي دهيوادونو په ډله کې  ايران  په دې برخه کې  په ځان ډډه لګوي  او زياته يې کړه  دوينې ورکول سربيره پردي چې دروغتيا لپاره ګټه لري دوينې دفشار ، دوينې دغلضت ،  دسختو سر خوږيو اودويني دسرطانونو  اودځينو نورو ناروغيو مخه نيسي .
په دې کتنه کې  دمشرانو جرګي رييس  داسلام دمبين دين له پلوه  دوينې  دورکولو په باب څرګندونې وکړي او ويې ويل  چې دوينې ورکول نه يوازي له طبي پلوه   دانسان روغتيا ته ګټه رسوي بلکې له اړو ناروغانوسره مرسته او هغو ته دوينې ورکول  زموږ دمسلمانانوله ديني پلوه صدقه ده او زياته يې کړه  چې هر  سالم وګړي دي په دې مهم پروګرام کې ونډه واخلي .
په غونډه کې ددغو مسوولينو دنوښت او دخدمتونوپه درناوي  دمشرانو جرګي مډالونه دافغان خلاقو دځوانانو دمرکز مسعود اودعامې روغتيا وزارت دوينې دبانک  رييس ته ورکړل  او هم  ددغه مرکز مسوول  دافغان خلاقو ځوانانو مډال  دمشرانو جرګي رييس ته وړاندې کړ.
وروسته دمشرانو جرګي د رييس په ګډون يوشمير سناتورانو ، دمشرانو جرګي د دارالانشا ځينو کارکوونکو اودملي شورا  امنيتي منسوبينو خپله څه دپاسه  يوديرش زره سي سي وينه په داوطلبانه ډول ورکړه.
ددغه مرکز درييس د څرگندونوله مخې  څه دپاسه يو کال کېږي چې دوينې دراټولولو کمپاين يې پيل کړي دي  او په دې موده کې يې څه دپاسه يومليونوسل زره سي سي وينه راټوله کړې ده  دوينې بانک ته يې  سپارلي ده چې داړتيا په وخت کې  په اړو کسانو وويشل شي .
دغه راز دمشرانو جرګي رييس فضل الهادي مسلميار نن داطلاعاتو اوفرهنګ له وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين اوددغه وزارت  دځوانانو له  معين تيمورشاه اسحق زي  سره  دملي شورا په مقر کې وکتل اودننګرهار ، کونړ ، لغمان اودنورستان دولايتونو دځوانانو وړانديزونه يې دهغوى داستازو په شتون طرحه کړل.
لومړى دمشرانو جرګي رييس دبيان دازادي په باب خبري   وکړي او ويي ويل  چې دبيان ازادي داسې  حدودلري  چې بايد  ټول خلک اورسني په هغو مکلف وي  اوبايد مطبوعات له نافذ قانون سره سم عمل وکړي اوزياته يې  کړه چې بايد درسنيو په تيره بيا  د تصويري رسنيو دبيان له ازادي څخه په استفادي سره  داسلامي ارزښتونوپر خلاف خپروني ونه  کړي .
په مقابل کې داطلاعاتو اوفرهنګ  وزير په داسې حال کې چې په هيواد کې دبيان دازادي په باب يې خبري کولي وويل هغه تصويري رسني  چې له نافذو قوانينو څخه يې سرغړونې کړي دي درسانه يي سرغړونو دڅيړنې د  کميسيون له لاري دڅارنې په مقصد دهيواد عدلي اوقضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي او ژمنه يې وکړه چې هيڅ رسني ته به چې خپرونې يي داسلامي موازينو پرخلاف وي  ا جازه ورنکړي .
وروسته په غونډه کې دننګرهار ولايت دځوانانو امر دنورو په استازيتوب دتشکېل کمښت ، په ټاکلي وخت دامکاناتو نه ورکول ،. داضافه کاري  نه اجراکېدل ، دپلانونو نه منظوريدل  او خپلو دفترونو ته څښاک داوبو نشتوالې  مهمي ستونزي وبللي او دځوانانو دامريتونو په تشکېل کې يي دزياتوالې غوښتنه وکړه  چې ددوى دستونزو په حل کولو کې  داطلاعاتو اوفرهنګ د وزير او ددغه وزارت د ځوانانو دمعين له خوا دهمکاري   ژمنه وشوه . او هم دمشرانو جرګي رييس ژمنه وکړه چې ددغه  وزارت دتشکېل په زياتوالې کې به له اړوندو مراجعوسره  خبري وکړي .
ديوبل خبرله مخې فضل الهادي مسلميار دنورستان ولايت دسناتورانو په شتون دسيمه ييزو ارګانونودخپلواکې اداري له رييس عبدالخالق فراهي سره  دمسوولو مقاماتوله خوا داوو مياشتني معاش دنه ورکولو په باب  دنورستان دولايتي شورا دغړي امير حمزه  دشکايت په باب  خبري وکړي .
دمشرانو جرګي رئيس په دې  غونډۀ کې وويل : دولايتي شورا غړي په اړوندو ولايتونو کې دخلکو استازي دي  دحکومت دمامورينو په شان  دحاضري په لاسليک کولو مکلف  نه دي اوبايد مسوولين ددوي دمعاشونو په ورکولو اوکارونو کې لاسوهنه ونه کړي او ټينګار يې وکړ چې دسيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره  دې بايد  دولايتي شورا دوکېلانو دستونزو دحل کولو په خاطر مياشتني غونډي  جوړي کړي او دولايتي شوراګانو  وړانديزونه دې  ډير ژر وڅيړل شي چې دسيمه ييزو ارګانونو درييس له خوا  ددغوستونزو په حل کولو کې دهمکاري ژمنه وشوه .

دغه راز دسنا مجلس لومړي نايب محمد علم ايزديار  دمشرانو جرګي دتقنين دچارو دکميسيون دمرستيال مولوي غلام محي الدين منصف اودارزګان  ولايت دګيزاب ولسوالۍ دتمزان داړوندو سيمو ديوشمير سپين ږيرو اومشرانو په شتون  دسيمه ييزو ارګانونو له رييس عبدالخالق فراهي سره وکتل.
په دې  کتنه کې لومړي نايب دتمزان دبيلابيلو کليو دخلکو دبيابياشکايتونو په باب چې ولسوالۍ ته دتمزان دلوړولو  اوديوشميرستونزو په اړوند چې خلک ورسره مخامخ دي اودسنا مجلس ته رسيدلي دي خبري وکړي  اودسيمه ييزو ارګانونوله رييس څخه يې وغوښتل چې دتمزان دخلکو ستونزي او غوښتنې ته پاملرنه وکړي .
ورپسي  حاجي اسدالله اوښاغلي رضايي دخلکو په استازيتوب  دخلکو جدي اړتياوي په ګوته کړي.
دغه راز د کاپيساولايت سناتور  اودتقنين دچارو دکميسيون مرستيال مولوي غلام محي الدين منصف  دکاپيساولايت  دپچغان ددري دخلکو غوښتنه اوستونزه چې  دولسوالۍ  په معيارونو په بشپړه توګه عياره ده  اوله ا منيتي اواداري پلوه ولسوالۍ ته دلوړولو اړتيالري  او دنجراب ولسوالۍ دښوونکو حق الخطر دسيمه ييزو ارګانونو رييس ته  طرحه کړ .
په پاى کې  عبدالخالق فراهي  دتمزان اوپچغان په سيمو کې  دشتون اړتياو اوستونزو دتائيدولو په ترڅ کې ژمنه وکړه  چې دسيمه ييزو ادارو دتشکېل دقانون  له تصويب وروسته  به  ډير ژر  ددغو سيمو دخلکو ستونزي دشتون ميعارونو په چوکاټ کې وڅيړل شي اودښوونکو حق الخطربه ډير ژر داجرا وړ وگرځي .
ديوبل خبرله مخې  دمشرانو جرګي منشي مولوي عبدالوي راجي نن دبًغلان ولايت دخواجه الوان دساحي له يوشمير سپين ږيږو  اوځمکه والوسره وکتل اودځمکې دمافيا له خوا يې ددوي دځمکې  اوکورونو دغصب په اړوند ددوي شکايتونه واوريدل.
دوي  ديوزرو څلور سوه کورنيو په استازيتوب څرگنده کړه چې دبغلان ولايت دخواجه الوان په ساحه کې دشمال له  ځواکونوسره دطالبانو دجګړي په وخت کې زموږ يوشمير کسان شهيدان شول ، زموږ کورونه ويجاړ اومالونه مو لوټ کړاي شول   او ټول مهاجر اولالهانده شو دلنډمهال او انتقالي حکومت په وخت کې چې هيواد ته راستانه شوو، زموږ کورونه اوملکېتونه دحاجي نبي  اودسيمي دکوچېانو په ګډون دځمکې دمافيااودزًبرځواکو کسانوله خوا غصب شوي وو. په داسې حال کې  چې دملکېت سندونه اومدارک په لاس کې لرو اوهم  زموږ ويجاړ کورونه  زموږ دادعا ثبوت دي  خو حاجي نبي خان دبغلان ولايت  له پخواني مرستيال سره په لاس يو کولو کې  د ١٣٨٦ کال  دجعلي قبالو په برابرولو اقدام کړي دي  او دغه په سلګونو جريبه ځمکه يي احاطه اوښارګوټي يې پکې  جوړ کړ. اوله موږ له لسو ګلونو را په دې خوا  دقانون دساتنې  له کميټې څخه نيولي  دچارو  تراداري اودکرنې او اوبولګولو ، کورنيو چارو  او دعدليې تروزارتونو، ددولت تر قضاياو ، دبشرد حقوقو تر کميسيون او ترسترې  محکمې پوري لالهانده وو  دعوا مو وکړه او زيات لګښتونه مو وزغمل.
يوه سپين ږيږي ملا جمعه خان وويل چې دبغلان ولايت  محکمې  اوپه مرکز کې عالي محکمو په داسي حال کې چې   دمقابل لوري  دټولو جعلي قبالو کذب اوبطلان تثبيت کړي دي  ه خو دولايتي حکومت دنه اغيزمنتوب او دمديريت دکمزورتيا له امله تراوسه پوري  زموږ ملکېتونه اوځمکې موږ ته نه دى سپارل شوي  او په دې قضيه کې  دحکومت اودملي شورا د جدي او غوڅي پاملرنې غوښتنه کوو .
دمشرانو جرګي منشي  دهغوى دشکايتونو په اوريدو  او دهيواد په مرکز او ولايتونو کې دځمکې ديوشمير مافيا دلوټماري او داداري فساد دشتون له امله  دانديښنې په څرګندولو سره وويل   چې دزبرځواکو ظلم اوبې  عدالتي دهيواد سياسي نظام بي باوره کوي   او خلک له دې پلوه زيات کړيږي او  حقوق يې تلف کېږي   .
دوي  ددغو مهاجرينو اوبې ځايه شويو کسانو دځمکو اوکورونو داسترداد په باب دبغلان ولايت مقاماتو ته دسپارښتني په ترڅ کې ددوي دسندونو او مدارکو په پام کې نيولوسره  دمشرانو جرګي دمواصلاتو اومخابراتو کميسيون ته وليکل چې دبغلان ولايت دمشرتابه دمقاماتو اودحاجي نبي په شتون  دعارضينو شکايتونه په جدي توګه وڅيړل  شي  اورپوټ يې دمشرانو جرګي ته وړاندي شي .    

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته