امنیت

څه دپاسه دوه سوه پنځه پنځوس تنه ډار اچوونکي په هلمند کې ووژل شول .

کابل باختر د چنګاښ شپږمه :
څه دپاسه دوه سوه پنځه پنځوس تنه ډار اچوونکي په هلمند ولايت کې ووژل شول او دسنګين ولسوالۍ په بشپړه توګه دهيواد او خلکو ددښمنانو له شتون څخه پاکه شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دکورنيو چارو وزارت ويندوى صديق صديقي  نن وويل: پاکستاني مليشې ددغه هيواد داستخباراتي سازمان په همکارۍ دافغاني طالبانو په جامو دهلمند ولايت دسنګين ، موسى قلعه ، نوزاد او دکجکي ولسواليو ته ننوتې وې او دملکي وګړو په يو مخيزې  وژنې او دخلکو دکورونو په ويجاړولو يې لاس پورې کړ.
صديقي وويل چې امنيتي ځواکونو دسيمې دخلکو په ګډو هلوځلو او همکارۍ سره وکولاي شول چې دسنګين په ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو دډلې اته تنه مشهور قوماندانان له لسو تنو افرادو سره يې وځپي اوشپږ ځانمرګي  واسکټونه او درې شپيته ماينونه ضبط کړي.
صديقي وويل چې همدا اوس دکورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين ستر پاسوال محمد ايوب سالنګۍ  دهلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې دى او په دغه ولايت کې دډار اچوونکو پرخلاف عمليات رهبري کوي .
ده وويل چې دسنګين ولسوالۍ په بشپړه توګه د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکه شوې ده او دموسى قلعه ، نوزاد اوکجکي  په ولسواليو کې هم دښمن دتيښتې په حال کې دي، او افغان ځواکونه دهغوى  پرخلاف خپلو عملياتو ته دوام ورکوي او تراوسه پورې څه دپاسه دوه سوه پنځه پنځوس  تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي .
صديقي څرګنده کړه: دهلمند خلکو ته ډاډ ورکوو چې امنيتي ځواکونه به ډار اچوونکو ته اجازه ورنه کړي چې بيا په دغه ولايت بريد وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته