روغتیا

څه دپاسه اووه زره تنه ماشومان د ګوزڼ واکسين له تطبيق څخه محروم شوي دي

فيض آباد/ باختر د زمري پنځه ويشتمه :
په بدخشان ولايت کې د ګوزڼ واکسين دتطبيقولو د دوبني د لومړى دور کار دوه ورځې مخکې  پيل شو، خو اووه زره تنه ماشومان چې پنځه کاله عمر لري، دطالبانو تر کنترول لاندې ساحوکې د واکسين  له تطبيق  څخه محروم شوي دي.
  د بدخشان ولايت د عامې روغتيا رييس نور محمد خاوري د باختر آژانس خبريال ته وويل: په روغتيايي مرکزونوکې زموږ وړيا خدمتونه د ټولو لپاره زموږ مسووليت دى، آن د بدخشان ولايت په نا امنو ولسواليوکې خو طالبانو د بدخشان ولايت په وردوج، راغستان او کوهستان ولسواليوکې موږ ته اجازه ورنه کړه ترڅو دغو  ولسواليو ته د ګوزڼ واکسين دتطبيقولو په خاطر رضاکاران وليږو.
د عامې روغتيا رييس زياته کړه: موږ هلې ځلې کوو چې د سپين ږيرو، متنفذينو او ديني عالمانو له لارې طالبان متقاعدکړو چې اجازه ورکړي ماشومان واکسين کړو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته