امنیت

څليرويشت تنه په بلخ کې د بم د چاودنې له امله ټپيان شول

کابل  باختر دکب دمياشتې١٣:
په بلخ ولايت کې څليرويشت تنه ملکي وګړي د بم د چاودنې له امله ټپيان شول.
دغه پيښه  نن د دولت آباد ولسوالۍ په بازارکې د ملکي وګړو ترمنځ رامنځته شوې ده .
بم په يوه زرنج موټر سايکل کې ځاى پرځاى شوى و از ټيک هغه وخت له لرې واټن څخه وچول شو چې په لسګونو تنه ملکي وګړي په بازار کې په راکړې ورکړې بوخت وو.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ يوه مقام باخترآژانس ته وويل چې ددغې چاودنې له امله  څوارلس تنه ملکي وګړي ټپيان شوي د ي.
ده وسله وال طالبان د دغه پيښې مسوول  وبلل او ويې ويل چې د دغې پيښې د عاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي .
خو د بلخ په يوه روغتيايي مرکزکې ډاکتران وايي چې په دې پيښه کې ٢٤تنه  ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
دوى د دغې چاودنې د څلورو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
تر اوسه پورې د دغې پيښې مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته