امنیت

څليرويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دکب  دولسمه :
څليرويشت تنه وسله وال طالبان په تيروڅليرويشتو ساعتوکې په ځينو ولايتونوکې دامنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:  امنيتي ځواکونو دکابل، ننګرهار، لغمان، قندهار، پکتيکا او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې يو لړ چاڼيزعمليات ترسره کړل چې له امله يې څليرويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ درې تنه نورټپيان او يوولس تنه نور يې دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.
په دغو عملياتوکې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
دغه راز د ملي پوليسو ځواکونو شپږ ماينونه دکابل، ارزګان او دخوست د ولايتونو په مربوطاتوکې کشف او شنډ کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته