څلوېښت طالبان په بدخشان کې ووژل شول

کابل / د چنګاښ ۱۳مه / باختر
د بدخشان په بهارک ولسوالۍ کې نن د وسله والوطالبانو بريدونه شنډ شول.
د ٢١٧ پامير قول اردو قوماندان عباس توکلي باختر آژانس ته وويل چې ۴۰ وسله وال طالبان په بهارک ولسوالۍ کې د هغوی د بريدونو د شنډولو په بهير کې وژل شوي او يوشمېر نور یې ټپيان شوي دي.
هغه وويل چې د بدخشان په بهارک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو بريدونه شنډ کړای شوي دي او د دښمن سپکې او درندې وسلې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته