ښوونه او روزنه

څلويښت ميله جنګي وسايل د وسلو دراټولولو پرو ګرام ته وسپارل شول .

بغلان باختر دزمري ١٠ مــــــــــــــه

دبغلان ولايت د پوليسو له خوا په لسګو نو درانده اوسپک جنګي وسايل د وسلو دراټولولو پرو ګرام ته وسپارل شول.

 ويل کيږي چې دغه جنګي وسايل دپوليسو د پلټنې او تلاشي دعمليا تو  په بهير کې له غير مسولو وسله والو کسا نو څخه راټول کړي شوي دي

دبغلان ولايت د پوليسو دقوماندانۍ دامنيت امر سيدزمان الدين حسينى باختراژانس ته وويل دغه جنګي وسايل چې شمير يې څلويشت ميلو ته رسيږي له غير مسولو وسله والو کسانو څخه راټول شوي دي

 دى واي چې پوليسو له دغو وسلو څخه د استفادې په تور پنځه تنه نيو لى دي

دورکړ شويو احصا ئيو له مخې دلمريز کال له پيل څخه تر اوسه پورې پوليسو نږدي سل جنګي سپک او درا نده وسايل له غير مسولو کسا نو څخه تر لاسه کړي و چې د وسلو دراټولولو پرو ګرام ته يې سپارلى  دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته