دمشق باختر دزمري نولسمه :
په عراق کې د قومي مشرانو د تنظيم سرچينو له سوريې سره د عراق په سرحدي سيموکې د داعش د بريدونو د شنډولو او د ٤٠ تنو تروريستانو د وژل کيدو خبر ورکړ .
دغو سرچينو د سکاى نيوز خبري شبکې ته وويل: له سوريې سره په سرحدي سيمه کې د داعش تروريستي بريد د قومي ځواکونو او د عراق د هوايي ځواک له خوا ناکام شو .
د دغو رپوټونو له مخې: دغه عمليات د رمادي په لويديځ کې الرطبه ته څېرمه سيمه کې چې څو ورځو مخکې د عراق د مليشه ځواکونو په کنترول کې راغله؛ ترسره شول .
يوې خبري سرچينې په دې باب وويل: په دغو عملياتوکې د داعش ٤٠ تنه تروريستان ووژل شول .
0 1 دقیقه لوستل