کابل/ د لړم ٣٠ مه/ باختر
په هغو جګړوکې چې تېره شپه د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د امنيتې ځواکونو او ډار اچوونکو ترمنځ وشوه؛ څلور ډار اچوونکي ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه جګړې د ميدان وردګو د نرخ ولسوالۍ په ابراهيم خېلو او کشميريانو ساحوکې ونښتې چې په پايله کې څلور ډار اچوونکي ووژل شول او شپږ نوريې ټپيان شول.
د يوبل خبرله مخې: د پکتيا د زرملې ولسوالۍ په روحاني بابا ساحه کې د وسله والو طالبانو يرغليز بريد په شاوتمبول شو او په پايله کې دوه وسله وال طالبان ووژل شول.
دغه راز امنيتي او دفاعي ځواکونو له غزني ښارڅخه څلورماينونه کشف اوشنډ کړل.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ