کابل باختر د ثور ديارلسمه :
دهېواد په يوشمير ولايتونو کې دامنيتي ځواکونو د پرونيو ګډو عملياتو په بهير کې ٤٤ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ديرش تنه نور ټپيان شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ دغه عمليات دخلکو دسراو مال دساتنې او د ډار اچوونکو دځپلو په موخه ترسره شول
دغه راز په وژل شويو کسانوکې دوسله والو طالبانو دډلې درې تنه سيمه ئيز قوماندانان هم شامل دي او يو ډار اچوونکي نيول شوى او دوه ويشت ماينونه هم کشف او شنډ کړى شوي دي .
دغه عمليات دننګرهار ، لغمان ، کاپيسا ، غزني ، خوست ، لوګر ، پکتيا ، قندهار ، روزګان ، زابل ، فراه ،بادغيس ، بلخ ، بدخشان ، بغلان او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شوي دي .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل