امنیت

څلور وسله وال په غور کې دغلا په تور ونيول شول .

کابل باختر دچنګاښ ٤مه
څلور وسله وال  دغلا په تور په غور ونيول شول .
دغور دامنيې قوماندانۍ دجنايي مديريت  دکشف آمر محمد اياز هاشمي دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغې قوماندانۍ منسوبانو دغه کسان ددغه ولايت مرکز  فيروزکوه  ښار دکاسي په کلي کې دغلا په تور ونيول .
ده زياته کړه چې نيول شوي کسان په شوکمارۍ او دخلکو دمالونو په غلا کې لاس درلود.
له دوى څخه درې تومانچې او دوه موټرسايکلونه  ترلاسه شوي دي .
  ختم_  سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته