امنیت

څلور وسله وال طالبان په فراه کې ووژل شول

کابل باختر د چنګاښ ٦مه
څلور وسله وال طالبان پرون د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې ووژل شول .
په فراه کې د ملي اردو د دويمې پلې لواوياندحشمت الله احمدي د باختراژانس  خبريال ته وويل، چې دغه طالبان  د بالابلوک ولسوالۍ د تودفک په کلي کې ددوى په سنګرونو او پټنځايونو دافغان هوايي ځواکونو په بريدونوکې ووژل شول.
په دغو هوايي بريدونوکې د دښمن په چاوديدونکو توکوبار دوه موټر او يوه اندازه جنګي وسايل  هم ويجاړ شول .
  ختم_سعيده _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته