څلور وسله وال طالبان په بلخ کې ووژل شول
کا بل /د مرغومي ١٨مه /باختر
څلور وسله وال طالبان تېره شپه په بلخ کې له پوليسوسره په جګړو کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند باختراژانس ته وويل دغه جګړې د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ د قلعه وکيل او بنګاله په سيمو کې د افغان ځواکونو پرپوستو د وسله والو طالبانو له بريدونو وروسته ونښتې چې په پايله کې يې ٤ وسله وال طالبان ووژل شول او ٨ نور ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه نور وسله وال طالبان له ساحې څخه وتښتېدل او د هغوى يوشمېر جنګي وسايل د پوليسو لاس ته ورغلي دي.
ختم_ج _ا